افغانستان سره تعامل اړین او د سېمې هېوادونو ګډه اړتیا ده

افغانستان سره تعامل اړین او د سېمې هېوادونو ګډه اړتیا ده سیاست
د هند لومړي وزیر او د ایران ولسمشر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د ایران ولسمشر معسود پزشکیان د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره د روسیې کازان کې د برېکس غونډې په څنډه کې ویلي، له افغانستان سره تعامل اړین او د سیمه ییزو هېوادونو مشترکه اړتیا ده.

 

د ايراني رسنيو د خبر له مخې، پزشکیان نريندرا مودي ته ویلي، مونږ باید له افغان ملت سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړو، او زیاته کړې یې ده چې ایران د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.

 

د مسکو په کوربتوب د روسیې کازان ښار کې د برېکس ۱۶ غونډه پیل شوې چې مهم بحث یې د اقتصادي مسایلو پر پراختیا راڅرخي.

تړلي موضوعات