نور لبنان او غزه کې د جګړې توان نه لرو
سي اېن اېن تلوېزیون د اسرائیلي اشغالګرو پوځیانو او يو شمېر پخوانیو پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړى، چې لبنان او غزه کې اسرائیلو ته جګړه ځپونکې او خورا ستونزمنه ده.
سي اېن اېن په خپل راپور کې ويلي، د حزب الله ځواکونو پر وړاندې د اسرائیلو د جګړې ګراف ورځ تر بلې په ټيټېدو دى. دې رسنۍ زياته کړې، له روانو عملیاتو ښکاري چې د صهیونستي رژیم ځواکونه له ماتې سره مخ دي.
سرچينې همداراز د اسرائیلو شمال ته پروت د زيو روغتون مسئولينو له قوله د روانو جګړو له کبله د ځپل شويو ځواکونو د درملنې لپاره د غيري عادي عملیاتونو د ځنډېدو او د بېړنيو حالاتو د چمتووالي خبر هم ورکړى.
سرچينې په خپل راپور کې د اسرائیلو پوځیانو له قوله کاږلي، چې له تېر يوه کال راهيسې په جګړه ييز حالت کې دي او له هغه وخته چې لبنان ته دننه شوي د تلفاتو له کلکې څپې سره مخ شوي.
دغو پوځیانو ويلي، که اسرائیل د لبنان جنوب ته نور ځواکونه واستوي ښايي د تلفاتو شمېر يې څو برابره زيات شي.
په ورته مهال د عبراني رسنیو له لوري خپرو شویو عکسونو سره ویل شوي، چې د اسرائیلو یو شمېر ځانګړي ځواکونه حزب الله له لوري د بریدونو ویرې له کبله د فاضلاب کانال کې پټ شوي دي.
د اسرائیلو ۱۴ چینل حیفا کې د اشغالګر رژیم د پوځي اډې قومندان له قوله لیکلي، چې دوی په اډو کې پناه ځایونه او خوندې ساحې نه لري او په خپله دفاع کې پاتې راغلي.
د يادونې ده، وړمه ورځ هم د اسرائیلو په يوه پوځي کمپ د لبنان د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ٧٠ اشغالګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې يو شمېر رسنيو ويلي و، چې د غزې او لبنان روانه جګړه کې د اشغالګرو تر ٣ زرو زيات پوځيان وژل شوي تر ۱۱ زرو زيات ټپيان، معلول، فلج، ړانده او د پوځ تر نيمايي زيات سرتېري يې له ناوړه رواني حالت سره مخ دي.