د اسرائیلو پر پوځي کمپ برید؛ ۷۰ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اسرائیلو پر پوځي کمپ برید؛ ۷۰ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
د اسرائیلو پر پوڅي کمپ د حزب الله برید

الجزیرې تلوېزیون د اسرائيلي سرچينو په حواله خبر ورکړی، چې د لبنان حزب الله ډلې د ډرون پواسطه اسرائیلو ( اشغال شوي فلسطین) حیفا ښار کې د اشغالګرو پوځي کمپ په نښه کړی.

یادې سرچینې ویلي، چې دې ډرون برید کې ۳ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۶۷ نور ټپیان دي، چې د ډېرو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دا برید د ګولان په نوم کمپ باندې شوی، اسرائیلي پوځ ویلي، دا برید د لبنان سره جګړې له پیله تر ټولو خونړی او ستر و.

حزب الله ډلې هم منلې چې د ډرون الوتکې پر مټ يې په اشغال شوي فلسطين کې اسرائيلي اهداف په نښه کړې دي.

دا بريد داسې مهال شوی، چې اسرائيلي اشغالګر عسکر په ياد پوځي مرکز کې په ډوډۍ خوړلو بوخت وو، چې په چاودېدونکو توکو سمبال ډرون الوتکې لخوا په خوړنځي کې په نښه شول. 

د یادونې وړ ده، چې د حدشوت حموت په نوم اسرائيلي رسنۍ ويلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اشغال شوي فلسطين په شمال کې تر ۱۱۰ تنو پورې اسرائيلي عسکر ټپيان شوي دي.

تړلي موضوعات