حماس نه ماتېدونکی ځواک دی!

حماس نه ماتېدونکی ځواک دی! نړۍ
د حماس جهادي ډلې مخکښ غړی خالد مشعل

د حماس جهادي غورځنګ یوه رهبر خالد مشعل له رویټرز سره خبرو کې ویلي، غورځنګ له اشغالګرو اسرائیلو سره په یو کلنه مبارزه کې د درنو زیانونو سربېره بیا هم خپل فعالیت، د سرتېرو جذب او د وسلو تولید ته دوام ورکوي.

خالد مشعل ویلي، په وار وار د حماس پوځي توان کمزوری شوی، خو د فلسطین خلکو منځ کې د جهاد روحیه د خدای تعالی په مرسته بیرته را ژوندۍ شوې ده.

څېړونکي په دې باور دي، چې د مشعل خبرې د دې ښودنه کوي، چې حماس د زیاتو زیانونو او قربانیو سره سره خپله روحیه له لاسه نه ده ورکړې او خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د یادولو ده، چې خالد مشعل د حماس ډلې یو له مهمو غړو څخه دی، چې دې ډله کې د درېیو لسیزو جهادي مشر پاتې کېدو سربېره د حماس ډېپلوماټېکې څېرې په توګه هم پېژندل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د طوفان الاقصی عملیاتو یو کال پوره شو، د دې عملیاتو له پیله تر دې مهال غزه کې د اشغالګرو اسرائیلو په بریدونو کې نږدې ۴۲ زره فلسطینیان شهیدان او شاوخوا ۹۸زره نور ټپیان شوي دي.

تړلي موضوعات