غزه کې د نسل وژنې يوه بله تراژیدي؛ دا ځل د بې ځايه شويو جومات په نښه شوى

غزه کې د نسل وژنې يوه بله تراژیدي؛ دا ځل د بې ځايه شويو جومات په نښه شوى نړۍ
غزه کې پر یو جومات د اشغالګر اسرائیلو بمباري

د الجزيرې خبري شبکې د خبر له مخې تېره شپه اشغالګر اسرائیلو د غزې تړانګې مرکز ديرالبلاح کې د شهداى الاقصى روغتون ته څېرمه د بې ځايه شويو يو جومات په نښه کړى. 

د لومړنيو معلوماتو له مخې دغو بریدونو کې تر دې مهاله ۲۱ تنه شهيدان شوي او لسګونو  نور لا درکه دي.

تر غزې ور ها خوا اشغالګرو ځواکونو تېره شپه پر لبنان هم ٣٠ بريدونه کړي. 

د راپورونو له مخې د لبنان پلازمېني بيروت سويل کې د بيروت هوايي ډګر ته څېرمه د اسرائیلو په بريدونو کې الليلكي، برج البراجنه، غبيري او حرت حرکت سيمې په نښه شوې دي. 

دغو تازه بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه تر اوسه کوم راپور نه دى ورکړل شوى.

تړلي موضوعات