لبنان کې اسرائیلو ته غاښ ماتوونکی ځواب؛ ۳۳ جسدونه یې پورته شول!
پر لبنان د اسرائیلو ځمکنی یرغل صهیونیست رژیم ته د سرپه درنده بیه تمام او بېرته شاه تګ ته اړ شول.
د لبنان حزب الله اړوند المنار ټلوېزیون شبکې خبر ورکړی، چې د لبنان سویل کې یې د اسرائیلو اشغالګر ځواکونو ځمکنی یرغل په شا تمبولی، او د هغوی ۳۳پوځیان یې وژلي دي.
دغه ټلوېزیون د حزب الله لوري ته په نښته کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته مهال سکای نیوز د اسرائیلو ۱۲ خبري چینل سرچینو او پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د لبنان سویل کې ۱۴ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
اشغالګر اسرائیلو ته دغه مرګ ژوبله وروسته له هغې اوړي، چې اسرائیلي پوځیانو تېره ورځ رسماً د لبنان پر خاوره ځمکني عملیات پیل کړل، چې د حزب الله ځواکونو غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شول.