حزب الله ځواکونو یو کمین کې اته اسرائیل وژلي او ۳۵ یې ټپیان کړي

حزب الله ځواکونو یو کمین کې اته اسرائیل وژلي او ۳۵ یې ټپیان کړي نړۍ
انځور ارشیف

د لبنان رسنیو خبر ورکړی، چې دا اسرائیلي وحشي عسکر د لبنان په جنوب کې سرحد ته څېرمه هغه وخت د حزب الله ځواکونو له کمین سره مخ شول چې اسرائیلي عسکرو غوښتل د ځمکې له لارې د لبنان سیمو ته داخل شي.

بلخوا اسرائیلو هم منلې چې په سرحدي سیمو کې د حزب الله سره په جګړه کې یې دوه تنه عسکر وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیويي صحنو کې ښکاري چې اسرائیلي الوتکو خپل وژل شوي او ټپي عسکر انتقالوي.

په ورته مهال کې د اسرائیلو د پوځ راډیو ویلي، چې حزب الله په اسرائیلو ۴۰ نور توغندي ویشتلي چې دې سره نن له سهار راهیسې دوی تر ۱۱۰ پورې توغنديو باندې اسرائیل په نښه کړی چې ځينې پکې پوځي اهداف دي.

تړلي موضوعات