سویډن او ډنمارک کې د اسرائیلو پر سفارتونو بریدونه شوي
د نړېوالو رسنیو د خبر له مخې د ډنمارک پلازمېنه کوپنهاګن کې د اسرائیلو پر سفارت دوه چاودنې شوې دي.
د ډنمارک پولیس ویلي، دغو چاودنو کې چاته زیان نه دی اوښتی او په اړه یې پلټنې روانې دي.
په ورته مهال الجزیرې ټلوېزیون په یوه خبر کې د سویډن ستاکهلم کې هم د اسرائیلو پر سفارت د ډزو خبر ورکړی دی.