لسګونه اسرائیلي الوتکو پر یمن درانه بریدونه کړي

لسګونه اسرائیلي الوتکو پر یمن درانه بریدونه کړي نړۍ
انځور ارشیف

اسرائیلي پوځ د یمن په لویدیځ کې د حدیده بندر او هوايي ډګر په ګډون په لسګونو اهدافو درنې بمبارۍ او هوايي بريدونه ترسره کړې دي.

د اسرائیلي صهيونستي رژيم رسنيو په ډاګه کړې، چې په دغه برید کې لسګونه اسرائیلي الوتکو برخه اخیستې وه، چې د حدیده بندر او نړیوال هوايي ډګر یې په نښه کړ.

د اسرائیلو د نشراتو ادارې ویلي، برید د حدیده بندر، د برېښنا سټېشن او د تېلو زېرمه په نښه کړې ده.

د اسرائیلو د پوځ راډیو هم تائید کړه چې هوايي ځواکونو د دوهم ځل لپاره د یمن په حدیده بندر باندې بریدونه کړي او د یوه پوځي چارواکي په حواله یې ویلي چې د حدیده په بندر بمباري د حوثي ډلې د هغو ۳ بالستیک توغندیو وروسته ترسره شوه چې په اسرائيلو يې توغولي وو.

د یروشلم پوسټ ورځپاڼې د سرچینو له قوله ویلي چې د اسرائیلو پوځ په یمن کې د حوثيانو پرضد د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو قوي برید کړی او سرچینو ویلي چې دا برید د تېر جولای په میاشت کې پر حدیده باندې له لوی برید څخه هم ستر و.

د انصار الله (حوثیانو) پورې تړلو رسنیو هم ویلي چې د اسراییلو نوي یرغل د حدیده ښار په نښه کړی او څرګنده کړې يې ده چې برید د حدیده او راس عیسی بندرونه او د الحلي او راس کثیب برېښنا سټیشنونه په نښه کړي دي.

د حوثيانو د روغتیا وزارت هم خبر ورکړی چې په حدیده ولایت باندې د اسرائیلي یرغل په لړ کې ۴ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

حوثيانو ويلي چې دوی د راس عیسی او حدیده په بندرونو کې د تیلو د ټانکونو په خالي کولو سره احتیاطي تدابیر هم نیولي دي.

د حوثيانو ویاند ویلي، د حدیده پر تاسیساتو د اسرائیلو نوی برید د غزې د ملاتړ په اړه د یمن د پرېکړې د ماتولو هڅه ده.

فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې ویډیويي کلیپونه خپاره کړي چې په کې پراخ اورونه ښودل شوي چې د دوی په وینا د حدیده په بندر کې د اسراییلو د بریدونو له امله رامینځته شوي.

اکسيوس ويب پاڼې د اسرائیلي چارواکو په حواله ویلي چې د اسراییلو هوايي ځواک د یمن په الحدیدة بندر هوايي برید کړی او چارواکو زیاته کړې چې دا برید د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سینټ کام) سره په همغږۍ ترسره شوی دی.

د اسرائیلو د نشراتو ادارې هم د یوې سرچینې په حواله ویلي چې د امریکا متحده ایالات په یمن باندې د بریدونو څخه خبر وو.

تړلي موضوعات