جاپان د څه باندې ۶۰ کلونو وروسته یو ځل بیا سخت توپان سره مخ دی
د شان شان په نوم دې توپان د جاپان سویلي ساحل اړوند کیوشوکي سیمې ځپلي دي.
د شان شان توپان چټکتیا په ساعت کې ۲۵۲ کیلومتره ده چې باران هم ور سره دی.
اې ایف پي خبري اژانس د جاپاني چارواکو له قوله د یو کس مړینه او ۸۰ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی.
شان شان توپان له ۱۹۶۰ کال راهېسې جاپان کې تر ټولو خطرناک ګڼل شوی دی.
جاپاني چارواکو د توپان له راتګ وړاندې د پنځه میلیونه کسانو د ویستلو مشوره ور کړې وه خو دا چې څومره کسان خوندي سیمو ته انتقال شوي تر اوسه یې مالومات نه دي خپاره شوي.
د جاپان هوا پېژندنې ادارې د نن جمعې تر ورځې د دې هېواد په لویدیځ کې د توندو بارانونو وړاندوینه کړې چې ښايي د ویجاړیو کچه نوره هم زیاته کړي.