د غزې نسل وژنې مخنیوي لپاره دې صهیونیستي رژيم پر وړاندې عملي اقدامات وشي

د غزې نسل وژنې مخنیوي لپاره دې صهیونیستي رژيم پر وړاندې عملي اقدامات وشي سیاست
غزې کې د اسرائیلو ننی برید

د بهرنیو چارو وزارت غزه کې د اشغالګرو اسرائیلو له لوري غزه کې پر یوه مدرسه د خونړي برید په غبرګون کې غوښتنه کړې، چې د غزه کې د نسل وژنې د مخنيوي لپاره د غاصب رژيم پر وړاندې سیمه ییز او نړېوال اقدامات ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره د غزې تړانګې په مرکز الدرج سیمه کې د فلسطیني مهاجرینو په ښوونځي باندې د غاصب صهیونیستي رژيم وحشیانه برید چې په پایله کې یې تر سلو زیات کسان شهیدان او په لسګونو بې دفاع فلسطینیان ټپیان شوی، په کلکو ټکو غندي. 

اشغالګرو اسرائیلو له لوري دغه خونړی برید نن سهار په هغې مدرسې شوی، چې له جګړې څخه بې ځایه شويو په کې پناه اخیستې وه.


تړلي موضوعات