لویدیځ هېوادونه افغانستان کې خپل ډېپلوماټیک حضور ته سخت لېواله دي

لویدیځ هېوادونه افغانستان کې خپل ډېپلوماټیک حضور ته سخت لېواله دي سیاست
د ناروې د کډوالو شورا رئیس یان انګلنډ

د ناروې کډوالو شورا رئیس یان انګلنډ په خپله اېکس پاڼه خپور کړي پیغام کې د دې هېواد له چارواکو غوښتي، چې کابل کې دې خپل ډپیلوماټیک حضور بیرته پیل کړي.

نوموړي په خپل پیغام کې له نور لوېدیځو هېوادونو هم غوښتي، چې کابل ته دې خپل ډپيلوماټان واستوي.

کابل کې له لوېدیځو هېوادونو د ډپیلوماټیک حضور غوښتنه داسې مهال کېږي، چې دوه ورځې وړاندې ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې یوه بریتانیوي کمېشنر خپل حکومت ته وړاندیز کړی و، چې بریتانیا دې په افغانستان کې د خپل ډيپلوماټیک حضور په اړه فکر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي و، داسې محسوسیږي چې له افغان حکومت سره د نړۍ هېوادونو اړیکې د پیاوړې کېدو په حال کې دي.

تړلي موضوعات