ګاونډیانو سره د اړیکو پیاوړتیا یې د دولت لومړیتوب دی

ګاونډیانو سره د اړیکو پیاوړتیا یې د دولت لومړیتوب دی سیاست
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نوې نړۍ ته زما پیغام په نوم مقاله کې د خپل دولت بهرنی سیاست تشریح کړی او ویلي یې دي، چې د دې سیاست په اساس به په سیمه کې د جنجالونو کمولو لپاره په ريښتوني ډول هڅې کوي.

د نوموړي په دغه مقاله کې چې تهران ټایمز ورځپاڼې خپره کړې ویلي، د نوموړي د دولت سیاست له ټولو هېوادونو سره په اړیکو کې تعادل رامنځته کولو، د هېواد ملي ګټو، اقتصادي پراختیا او په سیمه او نړۍ کې د سولې او امنیت په اړتیاوو ور ټول دی.

پزشکیان همداراز ویلي، چې د نوموړي دولت کې له ګاونډیانو سره د اړیکو ټینګښت یې له لومړیتوبونو څخه دی.

د ایران ولسمشر داسې مهال له نړۍ په ځانګړي ډول ګاونډیانو سره د اړیکو د پیاوړتیا په لټه کې دی، چې تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت هم هیله ښودلې وه، چې د ایران نوي حکومت سره به د کابل او تهران اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

تړلي موضوعات