ټول هېواد کې ۱۰ میلیونه سیمکارتونه راجستر شوي دي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خبر ورکړی، چې د مخابراتي شبکو د سیمکارتونو د ثبت پروسې له پیله یې شاوخوا ۱۰ میلیونه سیمکارتونه ثبت او راجستر کړي دي.
یاد وزارت ویلي، کابل کې یې د سیمکارتونو د ثبت پروسه ۶۰ سلنه بشپړه کړې، چې تر راتلونکو څو میاشتو به دغه پروسه بشپړه شي.
بلخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویلي، ټول هېواد کې ۲۳میلیونه سیمکارتونه وېشل شوي دي.
دغه شمېرې وروسته له هغې رسنیو ته په ډاګه کیږي، چې وړاندې د مخابراتو وزارت د مخابراتي شبکو له مسئولینو غوښتي و، چې د سیمکارتونو د ثبت پروسه کې دې هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.