د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري نوې ټاکنې وشوې

د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري نوې ټاکنې وشوې افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء دفتر ارګ

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې په حکومت کې تازه ټاکنې شوې دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، ملا هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم وزیر په توګه او شیخ شهاب الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د دې حکم له مخې ملا نور الدین ترابي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکینی مرستیال د طبیعي پېښو ته د رسېدو ملي ادارې د رئیس په توګه ټاکل شوی.

نوموړی وايي، چې مولوي مطیع الحق خالص د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس په توګه، ملا نور احمد اغا د افغانستان بانک د رئیس په توګه، مولوي قدرت الله جمال د اطلاعاتو کلتور وزارت د مالي اداري او ګرځندوی معین په توګه ټاکل شوي دي.

همداراز د دې حکم له مخې، مولوي احمد الله زاهد د سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو د معین په توګه او حافظ عزیزالدین د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه ګمارل شوي دي.

همدارنګه د دې حکم له مخې، ملا سعدالدین سعید د چاپېریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

تړلي موضوعات