افغانستان کې دې د ناټو ځواکونو له لوري شوي جنایتونه وڅېړل شي
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له لوري د تر سره شویو جنایتونو د څېړنې غوښتنه کړې.
د روسیي د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان کې د ناټو ځواکونو جنایتونه د چا له سترګو پټ نه دي.
دې وزارت په خپله اېکس پاڼه ویلي، روسیه د یوې داسې هدفمنې څیړنې د بیا پیل ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ښکیلو سرتېرو د مجازاتو لامل شي.
دې لیکنه کې زیاته شوې، د نړۍ ځواکمن هېوادونه هم په دې باور دي چې د امريکا په مشرۍ ناټو ځواکونو د افغانستان د اشغال پر مهال جنګي جنايتونه کړي دي.