کندهار کې د ترافيکې پېښې له امله ۲۱ کسانو ته مرګ ژبله اوښتې ده
د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید حریت نیوز ته وویل، د ټېلر او زرنج د ټکر دې پېښه کې د یوې ماشومې په ګډون دوه تنه شهیدان او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
ملا اسد الله ویلي، دا پېښه تیره ورځ ناوخته د کندهار هرات پرلویه لار میوند ولسوالۍ مربوطاتو کې شوې ده.
د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.