تورخم دروازه تر موقت ځنډ وروسته د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه
په ننګرهار ولایت کې د تورخم کمېسارۍ مسوولین وايي، د تورخم فرضي کرښې دروازه تر درې ورځني موقت ځنډ او تړل کېدو وروسته بیرته د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
مسؤلین زیاتوي، چې دغه دروازه د پاکستاني اړخ له لورې خپلې نوې ودانۍ ته د دفترونو انتقال په موخه تړل شوې وه.
د معلوماتو پر اساس دغه لویه لارد تېرې جمعې په ماښام د دریېو ورځو لپاره په موقت ډول تړل شوې وه چې نن سهار ۷ نیمې بجې د مسافرو تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.