ملګري ملتونه افغانستان کې د خپلو مرستو ډول ته بدلون ورکوي

ملګري ملتونه افغانستان کې د خپلو مرستو ډول ته بدلون ورکوي افغانستان
بشري او پر مختایي مرستې تنظیم شي اغیزه به یې زیاته وي

کابل کې د اسلامي امارت د سرپرستې کابېنې یو شمیر سکتوري وزارتونو سره  ناسته کې د ملګرو ملتونو استازو ویلي، دوی په پام کې لري چې افغانستان سره کېدونکومرستو پر څرنګوالي کار وکړي.

کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما استازي په مشرۍ ددغه سازمان ګڼو ادارو د افغانستان سکتوري وزارتونو سره په ناسته کې پر هغو لارو چارو بحث کړی چې  له مخې به یې د مرستو ډول پرمختیايي ته هم واوړي.

افغانستان کې د مرستو پر وېش، ډول او انتخاب وخت  ناوخت بحثونه کېږي.

د افغانستان اسلامي امارت په دې باور دی که د لومړیتوبو په ټاکلو او دوی سره په همغږۍ بشري او پر مختایي مرستې تنظیم شي اغیزه به یې زیاته وي.

نړېوالو سازمانونو تر اوسه خپلې مرستې یواځې د بشري وضعیت د مهار لپاره کارولي دي.

داسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د یو شمیر هغو لویو پرمختیايي پروژو چارې ځنډېدلې چې مالي لګښتونه یې د نړېوالو سازمانونو لخوا ورکول کېدل.

تړلي موضوعات