کابل کې درې تنه غله وژل شوي

کابل کې درې تنه غله وژل شوي افغانستان
دوه میله تفنګچې او یو عراده موټر ترلاسه شوي

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ خبر ورکړی، چې نن د کابل ښار ۵ مې حوزې اړوند افشارو سیمه کې غلو له یوه کور څخه د ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت طلا غلا کړې وه، چې د پولیسو عاجلو اجراتو په پایله کې پیدا او نښته کې درې تنه غله و وژل شو.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړې، چې دې نښته کې یو بل غل ټپي حالت کې نیول شوی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند په خبره، چې دا غله د کارته مامورین په ساحه کې وژل شوي دي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې له غلو څخه غلا کړل شوې طلا، دوه میله تفنګچې او یو عراده موټر ترلاسه شوي.

د یادونې ده، چې وروستیو کې د غلو پر وړاندې امنیتي ځواکونو قاطع چلند خپل کړی، چې ورسره د غلا پېښې بې ساري ډول کمې شوې دي.

تړلي موضوعات