ا.ا به تر هغې ستاسو تر څنګ ولاړ وي، ترڅو مو ژوند عادي حالت ته راوګرځي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شوو هېوادووالو سره کتلي دي.
ملاعبدالغني برادر اخوند د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره په کتنه کې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې اړوند ادارو ته یې دنده سپارلې تر څو ژر تر ژره زیانمنو ته مرستې برابرې کړي.
ښاغلي برادر ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته تر څنګ ولاړ دی، تر څو مو ژوند عادي حالت ته راوګرځي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د زیانمنو هېوادوالو د ژغورلو لپاره ټول شته امکانات په کار اچولي او ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې بوختي دې، چې سیمې ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
اقتصادي مرستیال یو ځل بیا په ټولو ملي سوداګرو، شتمنو هېوادوالو، خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسسو غږ کړی، چې په سخت وضعیت کې د زیانمن شویو افغانانو لاسنیوی وکړي او خپلې مرستې ونه سپموي.