بغلان کې وروستیو سېلابونو ۳۱۵ تنه شهیدان کړي

بغلان کې وروستیو سېلابونو ۳۱۵ تنه شهیدان کړي افغانستان
د ځاني او مالي کچې د زیاتېدو احتمال شته دی

د کډوالو او بیرته راستندونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله ۳۱۵ تنه شهیدان شوي او ۱۶۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت د بغلان ولایت د کډوالو چارو ریاست له قوله راپور ورکړی، چې د سېلابونو له کبله ۲ زره ۶۶۵ کورونو په کلي او قسمي ډول تخریبېدو تر څنګ زر څاروي هم تلف شوي دي.

راپور زیاته کړې، دغو سېلابونو تر ټولو زیات زیانونه په شیخ جلال کلي، د مرکزي بغلان ولسوالۍ په سولې ښارګوټي او د برکې ولسوالۍ شرشر کلي کې اړولي دي.

یاد وزارت ویلي، دغه ارقام ابتدائي دي او د ځاني او مالي کچې د زیاتېدو احتمال شته دی.

له دې سره هم مهاله هوایي ځواک او امنیتي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې په سېلاب کې د بند پاتې هېوادوالو د ژغورلو هڅې کوي، چې په زرګونو هغه خلک یې ژغورلي، چې په د سېلاب په اوبو کې بندپاتې وو.

بلخوا رسنیو راپور ورکړی، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان ولایت د سېلاب ځپلو د لاسنیوي په موخه یاد ولایت ته سفر کړی دی.

تړلي موضوعات