سېلاب ځپلیو ته د رسېدنې په موخه کمېټې جوړې شوې
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون فوق العاده غونډه کې سېلاب ځپلو ته د رسېدنې په موخه کمېټې جوړې شوې.
ملا عبدالغني برادر په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب، هرات او تخار ولایتونو کې سېلاب ځپلیو ته په اشارې ویلي، مسئولې ادارې مکلفې دې، چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته د پر وخت مرستې رسولو لپاره پوره چمتو وي.
دغې غونډه کې د سېلابونو له امله زیانمنو هېوادوالو ته د بېړنویو مرستو رسولو په موخه د کورنیو چارو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارتونو او سرې میاشتې په مشرۍ د ژغورولو، مرستو د جلب او جذب، روغتیا او ټپیانو د رسېدنې، د تکفین او تدفین او د خوراکي توکو د چمتو کولو او رسولو کمېټې جوړې شوې.
یاد کمېسیون د ټاکل شویو کمېټو غړو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره دې د پېښي ځای ته ځان ورسوي او د خپل وس مطابق دي د زیانمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.
د یادونې ده، چې په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب، هرات او تخار ولایتونو کې وروستیو سېلابونو د سلګونو هېوادوالو ژوند اخیستی او ګڼ مالي زیانونه یې هم ور اړولي.