طبیعي پېښو ته د رسېدو او کډوالو چارو وزارتونو سېلاب ځپلو ته د رسېدنې لپاره بېړنۍ ناستې کړي
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت او کډوالو چارو وزارتونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سېلاب ځپلو ته د غوره رسېدنې په موخه له یو شمېر نړیوالو بنسټونو سره بېړنۍ ناستې کړي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د دې وزارت د سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن زاهد په مشرۍ په دې ناسته کې سېلاب ځپلو د رسېدنې په موخه د بېړنۍ بودیجې په برابرولو خبرې او بحثونه شوي دي.
له دې سره هم مهاله د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت هم ویلي، د بغلان ولایت اړوند ریاست ته یې سپارښتنه کړې، چې له همکارو مؤسیسو او بنسټونو سره په همغږۍ زیانمنو کورنیو ته د رسېدو لپاره لازم اقدامات وکړي.
بلخوا د ملګرو ملتو د کډوالۍ سازمان مسئولینو له کډوالو چارو وزارت سره په ګډه ناسته کې د دې سازمان له مرستو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې چمتو دي ژر تر ژره زیانمنو ته خپلې مرستې ورسوي.