ا.ا د بغلان، بدخشان، غور او هرات سېلاب ځپلو سره غم شریکي وکړه
د اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې اسلامي امارت په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره غم شریکي کړې.
د خبرپاڼې پر اساس پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، کورنیو چارو وزارت او ولایتي مسئولینو ته لارښوونه شوې، چې د شهیدانو را ایستلو، ټپيانو درملنې او د خلکو ژغورلو لپاره دې خپل ټول امکانات په کار واچوي.
همداراز خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې اسلامي امارت به خپل ټول موجوده امکانات د خلکو په خدمت کې ورکړي.
سرچینه زیاتوي، چې اسلامي امارت له خلکو غوښتي، چې د دې طبیعي افت له زیانمنو سره د خپل توان په اندازه مرسته وکړي.
د یادولو ده، چې په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د وروستیو سختو سېلابونو راوتلو له کبله سلګونو تنه شهیدان او ټپیان دي، دغه راز خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.