د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس د چارو ادارې کې د ریاستونو په کچه ټاکنې شوې
د چارو ادارې خبر ورکړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د چارو ادارې لوی ریاست کې د ریاستونو په کچه ټاکنې شوې.
په دغو ټاکنو کې د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو مخکېنی رئیس مولوي محمداسحاق اخندزاده د ښاروالیو چارو د سمون رئیس په توګه، له پروژو څخه د څارنې او سمون رياست مخکېنی رئيس مولوي محمد رباني ناصح د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د رئيس په توګه، د بشري سرچينو مخکينی رئيس مولوي نورالحق جرير د تدارکاتو رياست د رئيس په توګه او د تدارکاتو رياست مخکېنی رئیس مولوي عبدالباري عاطف د کورونو او جايدادونو د څېړنې رياست د رئیس په توګه، همدارنګه د معلوماتي ټکنالوژۍ مخکېنی رئیس حافظ نخبة الله زاهد د بشري سرچينو رياست د رئيس په توګه ګمارل شوي دي.