مرستندویه ادارې دې په روغتیایي، اقتصادي او بیارغونې برخو کې مرستې زیاتې کړي

مرستندویه ادارې دې په روغتیایي، اقتصادي او بیارغونې برخو کې مرستې زیاتې کړي افغانستان
د محتاجو خلکو حاجت رفع او د خپل توان تر حده ورسره مرسته وکړي

د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخوند د سرې میاشتې د نړېوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، د اسلامي امارت مسئولین مکلف دي، چې د خلکو له حاله ځان خبر کړي خواخوږي او همدردي ترڅنګ د هغوی لاسنیوی وکړي.

ملا محمدحسن اخوند په خپل پیغام کې ویلي، اسلامي امارت باید د محتاجو خلکو حاجت رفع او د خپل توان تر حده ورسره مرسته وکړي.

نوموړي په خپل پیغام کې له مرستندویه ادارو غوښتي، چې په روغتیایي، اقتصادي، بیارغونې او نورو بېلابېلو برخو کې د پخوا په پرتله خپلې مرستې زیاتې او چټکې کړي.

رئیس الوزراء همداراز له مرستندویه بنسټونو، سازمانونو او افغان سوداګرو غوښتي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ملاتړ وکړي.

نوموړي د افغاني سرې میاشتې ټولنې ملاتړ په اصل کې د بې وزله، بې کوره او محتاجو افغانانو ملاتړ بللی، چې د ټولو ګډ مسئولیت ګڼل کېږي.

تړلي موضوعات