ا.ا په رفح ښار د صهیونیستي رژيم وحشیانه بریدونه غندي

ا.ا په رفح ښار د صهیونیستي رژيم وحشیانه بریدونه غندي افغانستان
فلسطینیان له خپلو ځایونو بې ځایه او رفح ښار کې یې پناه اخیستې ده

د اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح اللله مجاهد دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره په رفح ښار د صهیونیستي رژيم وحشیانه بریدونه غندلي او او هغه یې په غزه کې د فلسطیني مسلمانانو ټولوژنه بللې ده.

د اعلامیې له مخې اسلامي امارت یو ځل بیا له اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو غوښتي، چې د دې ناورین مخه ونیسي او له هرې ممکنې لارې دې هڅه وکړي، چې غزې ته خوراکي توکي، درمل او بشري مرستې ورسیږي.

اعلامیه کې زیاته شوې، چې د سیمې او نړۍ اغېز لرونکي دولتونه په دې نه دې توانېدلي، چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثر و اقداماتو نشتون د دې لامل شوی چې صهيونيستي رژيم يو ځل بیا د حماس د سولې وړاندیز رد کړي.

د یادولو ده، چې د غزې په مرکز او شمال کې تر سختو بمباریو وروسته ۱.۲ میلیونه فلسطینیان له خپلو ځایونو بې ځایه او رفح ښار کې یې پناه اخیستې ده.

تړلي موضوعات