د پاکستان پوځ دې له بې مسئولیته او غولونکو ادعاوو ډډه وکړي
د ملي دفاع وزارت د پاکستاني پوځ د وروستیو ادعاوو په اړه په خپل غبرګون کې ویلي، چې خیبرپښنتونخوا په یوه داسې سیمه کې ده، چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چیني اتباعو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له برید کوونکو سره همکاري په ډاګه کوي، چې په دواړو حالتونو کې یي مسئولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی.
د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې په پښتونخوا کې پر چینایي انجنیرانو بریدګر له افغانستان څخه ورغلی دی.
دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعاوي په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې د پاکستان پوځ دې له بې مسئولیته او غولونکو ادعاوو ډډه وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي د دا ډول پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیول د موضوع له حقیقته څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه ده.
ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې اسلامي امارت له خپل لوري د چین هېواد ته په دې اړه ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي، چې افغانان په داسې موضوعاتو کې ښکېل نه دي.
یاد وزارت همدا راز ویلي ګڼ شمېر داسې موارد لري، چې د داعش خوارجو ډلې غړي د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي او د هغوی خاوره د افغانستان پر ضد کاروي او پېښي له هغه هېواد څخه تنظیم کېږي، چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووایي.