بریټانیوي ځواکونو د عامو افغانانو په وژنه کې له یو بل سره سیالۍ کولې
لوړ پوړي بریټانوي افسر افغانستان کې د دې هېواد ځانګړو ځواکونو جنګي جنایتونه افشا کړي.
سنډي ټایمز ورځپاڼې د بریټانیا پوځ د یوه جګپوړي افسر له قوله راپور کې په افغانستان کې د بریټانوي ځانګړو ځواکونو له جګړه ایزو جنایتونو پرده پورته کړې.
دغې افسر ویلي، د ده تر امر لاندې سرتېرو په افغانستان کې افغان بندیان له محکمې پرته اعدامول او په جنګي جنایتونو کې یې لاس درلود.
یاد بریټانوي افسر زیاته کړې، « د دې ځواکونو لپاره دا یو معمول کار و، چې افغانان به یې په خپلو کورنو کې وژل او بیا به یې د هغوی پر جسدونو وسلې او مهمات اېښودل »
په راپور کې ویل شوي، چې ځواکونو ته به په بندیانو د ډزو امر کېده، او دې ځواکونو به یې په وژلو کې له یوبل سره سیالۍ کوله.
سنډي ټایمز ورځپاڼې په خپلو څېړنو کې داسې پټ اسناد هم رابرسېره کړي، چې ښيې د بریټانوي ځواکونو ګڼ شمېر لوړپوړي قومندانان هم په دغو جنګي جنایتونو کې ښکېل وو. د دې ترڅنګ داسې تورونه هم شته، چې بریټانوي پولیسو په پلټونکو باندې سیاسي فشارونه وارد کړي، تر څو په افغانستان کې د دوئ د قومندانانو په اړه څېړنې پای ته ورسوي.