روغتیا، زده کړې، اقتصاد او بشري مرستې دې سیاست سره نه تړل کېږي

روغتیا، زده کړې، اقتصاد او بشري مرستې دې سیاست سره نه تړل کېږي سیاست
د پولیو مسئله په بشپړ ډول بشري ده او له سیاست سره دې تړاو نه ورکول کېږي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ګډ لوړپوړي پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د پولیو پرضد پرهڅو، د افغانستان او سیمې ترمنځ د روغتیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پاکستان سره د روغتیا ډیالوګ په برخه کې ګډ کار ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي، چې روغتیا، زده کړې، اقتصاد او بشري مرستو مسایل دې سیاست سره نه تړل کېږي.

امیرخان متقي ویلي، د پولیو پر ضد مبارزه د افغان حکومت لومړیتوب ده. په خبره یې، د پولیو مسئله په بشپړ ډول بشري ده او له سیاست سره دې تړاو نه ورکول کېږي.

نوموړي ټینګارکړی، چې ملګري ملتونه باید د روغتیا نړیوال سازمان کې د افغانستان استازی ومني، تر څو مرسته وکړي، چې نړېوال د افغانستان د روغتیا په برخه کې ریښتینی انځور ترلاسه کړي.

په دې کتنه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې ډاکټرې حنان بلخي ویلي، پر داسې یوې طرحې کار کوي، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ د روغتیا ډیالوګ ته زمینه برابره کړي.

اغلې بلخي غوښتنه کړې، چې د دواړ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران دې د دې ډیالوګ مشري وکړي.

نوموړې ویلي، چې د بیل ګېټس بنسټ، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو حکومتونو د افغانستان د روغتیایي چارو لپاره ۲۴ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

تړلي موضوعات