بدخشان پېښې لپاره لوړ رتبه هیئت ټاکل شوی

بدخشان پېښې لپاره لوړ رتبه هیئت ټاکل شوی افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت ویاند

د اسلامي امارت ویاند تازه خبر ورکړی، چې د بدخشان پېښې لپاره لوړ رتبه هیئت ټاکل شوی، تر څو د پېښې هراړخیزه څېړنه وکړي او بشپړ راپور یې د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کړي.

بدخشان کې د اسلامي امارت مشرتابه له فرمان څخه سرغړونکو یو شمېر کسانو پر هغو امنیتي ځواکونو د هجوم ور وړلو هڅه کړې چې د کوکنارو کښت په له منځه وړلو بوخت وو.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي ، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کوکنارو کښت د له منځه وړلو بهیر هېواد کې پيل شوی او هیڅ سیمه له دې حکم څخه مستثنی نه ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې یاد هیئت د ریاست الوزرا مقام له لوري د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري فصيح الدين فطرت په مشرۍ ټاکل شوی، چې د هیئت په ترکیب کې له فرامینو او حکمونو څخه د تعقیب او نظارت لوی رئيس مولوي شمس الدين شریعتي، د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق، د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال ملا رحمت الله نجيب او د بدخشان د علماوو شورا رئيس مولوي عبدالمومن شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې نن له غرمې وروسته کورنیو چارو وزارت هم د دې پېښې پخلی وکړ او ولس ته یې ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونه سیمه کې دي او وضعیت عادي دی.

بلخوا د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو په دې موضوع غبرګون ښودلی او د اسلامي امارت مشرتابه له فرمان څخه سرغړونکو ته یې د کلکې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
#حریت_

تړلي موضوعات