اوسني نظام کې د هېواد هيڅ وګړی د پرديتوب احساس نه کوي

اوسني نظام کې د هېواد هيڅ وګړی د پرديتوب احساس نه کوي افغانستان
او اسلامي امارت د دیني او عصري علومو ملاتړی دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جامعة ریاض العلوم نوې تعلیمي دورې په پرانیست غونډه کې ویلي، ټول افغانان په نظام او هېواد کې شریکان دي او هیڅوک د پردیتوب احساس نه کوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، دا مهال په هېواد کې د عصري او دیني علومو ترمنځ واټن له منځه تللی او اسلامي امارت د دیني او عصري علومو ملاتړی دی.

ښاغلي عبدالکبیر زیاته کړې، په هېواد کې اسلامي نظام په بشپړه توګه حاکم شوی، زورواکي او د قدرت جزیرې له منځه تللې دي.

نوموړي له افغانانو غوښتي، چې په ګډه دې د هیواد په ابادۍ او ښېرازۍ کې برخه واخلي.

تړلي موضوعات