د غزنين تاریخي کلا یوه برخه نړېدلې

د غزنين تاریخي کلا یوه برخه نړېدلې افغانستان
د دې کلا یو شمېر نورو تاریخي برجونو ته هم زیان اوښتی دی

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولین وایي، د ورستیو اورښتونو له کبله د دې ولایت یو شمېر تاریخي ابداتو او ځایونو ته زیانونه اوښتي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمید الله نثار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د وروستیو بارارنونو له کبله د غزنين تاریخي کلا د جنوبي برخې د دېوال د نړېدو په ګډون تاریخي ابدې، د ارباب صاحب مقبره او د دې کلا یو شمېر نورو تاریخي برجونو ته هم زیان اوښتی دی. 

د ښاغلي نثار په خبره، سره له دې چې غزنی په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي نړۍ له لوري رسما د اسلامي نړۍ د فرهنګي پلازمېنې په توګه وپېژندل شو، خو مخکینیو مسئولینو غزني ته ځانګړې پاملرنه ونه کړه او دغه نوم د یاد ښار د تاریخي ځایونو په بیارغونه کې مرسته ونه شوای کړاي.

د غزني ښار د غزنویانو سلسلې پلازمېنه او د پخواني خراسان له عمده ښارونو څخه و. دغه ښار د غزنیانو، په ځانګړي ډول د سلطان محمود او د هغه د زوی سلطان مسعود په دوره کې د ښکلا او شهرت اوج ته ورسېد، چې د هغه وخت له عمده ښارونو څخه شمېرل کېده.

تړلي موضوعات