د کانونو پروسیس باید په هېواد کې دننه وشي
د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د کان کیندنې په برخه کې د یوې سترې چینایي کمپنۍ له مسئولینو سره په کتنه کې ویلي، له هېواد نه د باندې د پروسیس په موخه د خامو کاني موادو د صادراتو اجازه نه ورکوي.
ښاغلي دلاور ویلي، د اسلامي امارت له شرایطو سره سم هغه کاني توکي چې په هېواد کې دننه پروسیس کیږي، دوی یې مرسته او ملاتړ کوي او له هېواد نه د باندې د پروسیس په موخه د کاني موادو صادراتو ته اجازه نه ورکوي. د چین د کان کیدنې ترټولو د سترې کمپنۍ (MCC Holoda) رئیس د کانونو له وزیر سره په کتنه کې د افغانستان د مسو، سربو او چستو په کانونو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې.
د یادونې ده، چې جګړې او نا امنۍ په هېواد کې د پانګونې پر وړاندې لوی خنډ و، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د امنیت په ټینګښت سره په هېواد کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا هم زیاته شوې.