ا.ا له ټولو شنونکو او رسنیزو فعالانو ملاتړ کوي

ا.ا له ټولو شنونکو او رسنیزو فعالانو ملاتړ کوي افغانستان
د رسېدنې په موخه به اړونده ادارې لاس په کار شي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې له مېشتو سیاسي شنونکو او رسنیزو فعالانو سره په کتنه کې ویلي، چې سیاسي شنونکي او رسنیز فعالین د نظام مهمې برخې دي.

مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د رسنیو په ګډون له ټولو افغان شنونکو او رسنیزو فعالانو ملاتړ کوي او د نظام د پیاوړتیا او د چارو د اصلاح لپاره د هغوی سالمې نیوکي مني.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د سیاسي شنونکو وړاندیزونو ته د رسېدنې په موخه به اړونده ادارې لاس په کار شي.

بلخوا په دې کتنه کې سیاسي شنونکو ویلي، که څه هم په لویه کچه د دوی او حکومت ترمنځ د اړیکو او همکارۍ فضا شته، خو اړتیا ده، چې د شنونکو او حکومتي ادارو ترمنځ د لا ښه فعالیت، اغېزمنتیا او همغږۍ په موخه یو واحد ادرس رامنځته شي.

تړلي موضوعات