د ثور اتمه د مجاهدینو د بریا ۳۲ مه کالیزه
نن د ثور ۸ مه د مجاهدینو د بریا ۳۲ مه کالیزه ده، مجاهدینو په ۱۳۷۱ هـ ش کال د ثور پر اتمه کابل فتحه کړ او د ډاکټر نجیب کمونستي اداره یې ړنګه کړه.
مجاهدین له ۱۴ کلونو جهادي مبارزې وروسته وتوانېدل چې د کمونیزم او د هغوی د پلویانو ټغر له افغانستان ټول کړي.
سیاسي شنوونکي او تاریخ پوهان وايي، چې د هغه وخت مجاهدینو ځینو مشرانو دا بریا و نه ساتله او د خپل منځي جنجال، قدرت غوښتنې او پردیو استخباراتي دسیسو ښکار شول، چې له کبله یې خونړۍ خپل منځي جګړې رامنځته شوې او کابل په کنډواله او هدیره بدل شو.
تاریخ پوهان زیاتوي، چې د خپل منځي جګړو د ظلمونو، وحشتونو او مرګونو داستان د افغانستان د تاریخ یو تور داغدار باب دی.
#حریت_راډيو
ویب سایټ: https://hurriyat.net
واټساپ چېنل لېنک: https://whatsapp.com/channel/0029VaNGcTeEKyZNETeJj72z…
ټلیګرام لېنک: https://t.me/HurriyatPa