د ثور ۷ مه د کمونستي کودتا ورځ
۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۷هـ ش کال د ثور پر ۷ مه ورځ د خلق دیموکراتیک ګوند کمونستانو د شوروي اتحاد په ملاتړ کابل کې د سردار داود خان پر حکومت خونړۍ پوځي کودتا وکړه.
دې کودتا کې د سردار داود خان حکومت ړنګ شو او نوموړی د کورنۍ له ۱۸ غړو سلګونو د ارګ ساتوونکو او پلویانو سره یوځای و وژل شوو.
تاریخ پوهان دا کودتا د افغانستان د لسیزو بدمرغیو او د شوروي اتحاد د یرغل پیلامه ګڼي. دوی وايي، چې دا کودتا د افغانستان د اشغال، لکونو افغانانو شهیدانېدو، مهاجر کېدو او ژوندي ورکېدو لامل شوه.
سیاسي شنونکي او تاریخ پوهان د ثور اوومه د افغانستان د تاریخ یوه توره ورځ بولي.
د افغانستان اسلامي امارت نن تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تېر کال یې دا ورځ غندلې وه او په هېواد کې یې د ناورینونو او بدمرغیو لامل ګڼلې وه.
اسلامي امارت یاده اعلامیه کې ویلي و، چې بېګانه پرستو څېرو د افغان مسلمان او مجاهد ملت د مقدساتو او اسلامي ارزښتونو پر وړاندې په جنایتونو لاس پورې کړ، خو لله الحمد زموږ مسلمان او مجاهد ملت د کمونستي فکر او د هغوی د اعمالو پر وړاندې قیام وکړ او له ۱۴ کلونو جهادي مبارزې وروسته د کمونیزم شومې پدیدې او ورسره د وخت شوروي اشغالګرو زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه او افغان مجاهد ملت وتوانید، چې وروستۍ کمونستي اداره را نسکوره او هېواد په بشپړه توګه ازاد کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ثور ۷ مې کودتا وروسته افغانستان له لویو بدمرغیو او مرګونو وحشتونو سره مخ شو، چې د افغانستان اسلامي امارت لومړۍ واکمنۍ سره یو ځل بیا افغانستان د امن او سکون ساه واخیسته او نږدې ټول هېواد کې سرتاسري امن خپور شو.
#حریت_راډيو
ویب سایټ: https://hurriyat.net
واټساپ چېنل لېنک: https://whatsapp.com/channel/0029VaNGcTeEKyZNETeJj72z…
ټلیګرام لېنک: https://t.me/HurriyatPa