د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: درې ګاونډي هېوادونو داعش ته زمینه برابره کړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغان – قزاق ګډ نړېوال نندارتون د پرانېستي په مراسمو کې وویل، په افغانستان کې داعش وجود نه لري.
ښاغلي متقي زیاته کړه، چې درې ګاونډي هېوادونو په سیمه کې داعش ته زمینه برابره کړې، چې یو یې بشري قوه ورکوي بل یې د روزنې، تمویل او ترویج کار پرمخ وړي او بل هېواد یې بیا بریدونو کولو ته رسوي.
نوموړي وویل، « ځیني هېوادونه لوټې ولي خو بیا لاس شا ته نیسي» په خبره یې په افغانستان کې هم یو شمېر رامنځته شوې پېښې له بهره راغلو کسانو له لوري ترسره شوې دي.
ښاغلي وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانستان نورو ته ضرر نه رسوي او له نورو هم غواړي، چې افغانستان کې له ورانکاره کړنو څخه لاس واخلي.
#حریت_راډيو
ویب سایټ: https://hurriyat.net
واټساپ چېنل لېنک: https://whatsapp.com/channel/0029VaNGcTeEKyZNETeJj72z…
ټلیګرام لېنک: https://t.me/HurriyatPa