روان کال به له افغانانو سره اوږد مهاله همکاریو ته لاره هواره کړي

روان کال به له افغانانو سره اوږد مهاله همکاریو ته لاره هواره کړي افغانستان
د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون په مرستو ټینګار کړی دی

د سره صلیب او سرې میاشتې نړېوال فدراسیون د اسیا پسیفیک څانګې مسئول الکساندر میتیو او مل پلاوي د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، هڅه کوي روان کال له افغانانو سره د خپلو مرستو کچه لوړه او اوږد مهاله همکاریو ته لار هواره کړي.

الکساندر میتیو افغانستان سره په بشري او روغتیایي برخو کې د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون په مرستو ټینګار کړی دی.

ښاغلي میتیو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په دویمې لړۍ اندېښنه ښودلې.وایي یاده چاره به د افغانستان پر بشري حالت منفي اغېزه وکړي. په خبره یې له پاکستاني لوري یې د دې لړۍد درېدو غوښتنه کړې ده.

بلخوا د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دې کتنه کې ویلي، ‏اسلامي امارت د بشري مرستو لپاره له مرستندویه بنسټونو سره همکار دی او د افغاني سرې میاشتې و د سره صلیب نړېوالې کمېټې له ګټورو او خیریه فعالیتونو یې ملاتړ کړی دی.

تړلي موضوعات