د اقلیمي بدلون برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې دې ژر پیل او تطبیق شي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسئولینو د یوه خبرې کنفرانس پر مهال ویلي، نړېوال باید د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانانو بشپړ ملاتړ وکړي او د اقلیمي بدلون له خطرونو سره د مبارزې په برخه کې دي افغانستان کې ۳۲ ځنډول شوې پروژې ژر پیل او تطبیق کړي.
د چاپېریال ساتنې ادارې د پا لیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد ویلي، د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې د افغانستان رول په نشت حساب دی، خو د دې پدېدې له ناوړه اغېزو څخه د نړۍ په کچه تر ټولو اغېزمن هېواد دی.
ښاغلي عابد اقلیمي بدلون یوه بشري مسئله یاده کړې چې زیان یې عامو وګړو ته رسېږي، له همدې کبله باید سیاسي نه شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دې پدیدې ننګونو او ګواښونو ته رسېدنه د حکومتونو ګډو اقدماتو او د ښکېلو اړخونو ګډ کار ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د ننګرهار پوهنتون په هېواد کې د اقلیمي بدلون د اغېزو او حل لارو لټولو په موخه د نړېوال کنفرانس کوربه و، چې د ګڼ شمېر هېوادونو د پوهنتونو استادانو او متخصصینو په کې ګډون کړی وو.