له هېواده بهر د تېرې ادارې کارکوونکو ته په هېواد کې هیڅ خطر موجود نه دی
بهر کې له افغان شخصیتونو سره د اسلامي امارت د اړیکو کمېسیون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په بهر او په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو کې مېشت د تېرې ادارې نظامي او ملکي کارکوونکي دې د مغرضو رسنیو پر بې اساسو تبلیغاتو باور نه کوي.
یاد کمېسیون په دې تړاو په یوه اعلامیه کې زیاته کړې، چې له هېواد بهر د تېرې ادارې کارکوونکو ته په هېواد کې هیڅ خطر موجود نه دی او دوی هم کولای شي لکه د نورو افغانانو په څېر په امن کې ژوند وکړي او د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.
په یاده اعلامیه کې راغلي، چې د اسلامي امارت له بیا راتګ سره سم د امیرالمؤمنین حفظه الله د عفوې د فرمان له مخې په ټول افغانستان کې عمومي عفوه پلې او ټولو افغانانو ته د سولې او ګډ ژوند فرصتونه برابر شوي.
په بهر کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون زیاتوي، چې د امیر المؤمنین حفظه الله د عفوې د عمومي فرمان د لا ښه تطبیق په موخه د یاد کمېسیون په هڅو تر دې مهاله ۸۳۹ تنه افغان شخصيتونه خپل هېواد ته را ستانه شوي او په هيواد کې دننه ارامه او خوشحاله ژوند کوي.
یاد کمېسیون په داسې حال کې یو ځل بیا په بهرنیو هېوادونو کې مېشتو د تېرې ادارې نظامي او ملکي کارکوونکو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي، چې په دې وروستیو کې ځینو مغرضو رسنیو د اسلامي امارت له لوري د تېرې ادارې له کارکوونکو سره د بد چلند په اړه افوهات خپاره کړي وو.