امنیتي ځواکونو په بېلا بېلو ولایتونو کې ۲۵۰ جریبه د کوکنارو کروندې اړولې

امنیتي ځواکونو په بېلا بېلو ولایتونو کې ۲۵۰ جریبه د کوکنارو کروندې اړولې افغانستان
ځینې کسان د نشه یي توکو د پېر او پلور په تړاو نیولي هم دي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو یې د بدخشان په داریم، جرم او کشم ولسوالیو کې ۲۰۰ جریبه، لغمان کې ۲۶ جریبه، نیمروز کې یو جریب او په بلخ، تخار او هرات ولایتونو کې هم د کوکنارو کښتونه له منځه وړي دي. 

دې وزارت زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو په یو شمیر ولایتونو کې ځینې کسان د نشه یي توکو د پېر او پلور په تړاو نیولي هم دي. 

یاد وزارت خبر ورکوي، چې امنیتي ځواکونو اته کسان په کاپیسا، درې په تخار، دوه په بغلان او یو کس یې د نیمرزو په دلارام ولسوالۍ کې له اته بېلره خامو نشه یي توکو سره نیولي. 

د یادونې وړ ده، چې د امنیتي ادارو له لوري وروسته له هغه د نشه یي توکو پر ضد اقدامات ګړندي شوي، چې امیر المؤمنین حفظه الله په یو فرمان کې په ټول هیواد کې د نشه یي توکو په کر او کاروبار بندیز ولګاوه.

تړلي موضوعات