ټول هېواد کې د غیر قانوني او خپلسرو تاسیساتو مخنیوی کوو

ټول هېواد کې د غیر قانوني او خپلسرو تاسیساتو مخنیوی کوو افغانستان
پر مخنیوي سربېره یې ترسره شوي کارونه هم ویجاړ شوي دي

د ښار جوړونې وزارت وایي، هوډ لري، په ټول هېواد کې په خپلسري ډول او د پلان خلاف تاسیساتو د چارو مخنیوی وکړي.

په لوګر ولایت کې د دغه وزارت د ریاست رئیس مولوي مطیع الله زاهد ويلي، چې تخنیکي ټیم یې د دې ولایت د ښاروالۍ له استازو سره په ګډه پل علم ښار کې په خپلسري ډول د یوه سوادګریز مارکېټ د جوړېدو مخنیوی کړی.

ښاغلی زاهد زیاتوي، د مارکېټ د جوړېدو پر مخنیوي سربېره یې ترسره شوي کارونه هم ویجاړ شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې ښار جوړونې وزارت په ښاري معیارونو برابر او د نقشې مطابق د ښارونو جوړلو په موخه پلازمېنه او ټولو ولایتونو کې د خپلسرو او غیرې قانوني تاسیاستو جوړېدو مخنیوی کوي.

تړلي موضوعات