روان کال هرات ته د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه د سیلانیانو ورتګ زیات شوی
د هرات ولایت د موزیم مسؤولین وایي، د روان کال په لومړۍ میاشت کې له ۲۵۰۰ زیاتو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د دې ولایت له موزیم او آرشیف څخه کتنه کړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هرات د موزيم رئيس عبدالجبار نورزي په حواله خبر ورکړی، چې سږ کال د دې ولایت موزيم ته د ورتلونکو سيلانيانو په شمېر کې د تير کال په پرتله څلوېښت سلنه زياتوالى راغلى دى.
د هرات ملي موزیم او آرشیف، چې د دې ولایت په اختیارالدین کلا کې موقعیت لري پکې له اسلام څخه د مخکې دورو پورې اړوند او د اسلامي او معاصرې دورې نور تاریخي اثار شتون لري.
د یادونې وړ ده، چې هرات ولایت ډېرې طبیعي او تاریخي سیمې لري، چې د اسلامي امارت په بیا راتګ او په هېواد کې د امنیت په تامین سره دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.