مسئولین دې هېوادوالو ته د ټولنیزې هوساینې او لازمو اسانتیاوو برابرولو لپاره زیاتې هڅې کړي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل والي ملا امین الله عبید سره په کتنه کې ویلي، لازمه ده، چې مسئولین هېوادوالو ته د امنیت ټینګښت، ټولنیزې هوساینې او لازمو اسانتیاوو برابرولو لپاره زیاتې هڅې وکړي.
بلخوا د کابل والي ملا امین الله عبید د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه راپور ورکولو پر مهال ویلي، د کابل ولایت مسئولین د امنیت ټینګښت، د کابل خلکو ته د خدماتو او لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې تل هڅې کړې او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به کوښښ وکړي.
نوموړي د ادارو د دویمي واحدونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.