بیرته راستندونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه خبرې شوې
د کډوالو چارو وزارت ویلي، د ننګرهار د کډوالو چارو رئيس بازمحمد عبدالرحمن په خیبر پښتونخوا کې د مېشت افغان کډوالو اتشې نیازمحمد عارف سره کتلي.
په دې کتنه کې د افغان کډوالو په اړه د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت پالیسي، له تورخم څخه بیرته راستانه شویو کډوالو ته د امکاناتو، سرپناه او د همکاریو په اړه خبرې اترې شوې دي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو له یوبل سره په مرستې او ښو اړیکو ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان له لوري ۵۳ کډوالې کورنۍ چې د وګړو شمېر یې ۲۷۷ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې په جبر هېواد ته ستنې شوې دي.