له هغو کړنو چې د خلکو د خپګان لامل کېږي په کلکه ډډه وکړئ
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په خپل اختریز پیغام کې، چې د دغه وزارت پر ایکس پاڼه خپور شوی، له خلکو غوښتي چې د اسلامي نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او د اسلامي شریعت په پلي کولو کې همکاري وکړي.
د دغه پیغام په یوه برخه کې د کورنیو چارو وزیر امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې له هغو کړنو دې ډډه وکړي چې د هېوادوالو د خپګان لامل کېږي.
نوموړي دغه راز له امنيتي ځواکونو او ولايتونو امنیه قومندانیو له مسئولينو غوښتي، چې د اختر د لمانځه امنيت په ټینګښت کې له هيڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.
په همدې حال کې خلیفه سراج الدین حقاني په دغه پیغام کښې د فلسطین د مظلوم ولس په دفاع کښې ویلي، چې په نړۍ کښې هیڅوک نشته چې پر فلسطیني مظلوم ولس د اسرائیلي وحشیانو د ظلم مخه ونیسي.