تخار کې دوه انسان تښتوونکي نیول شوي

تخار کې دوه انسان تښتوونکي نیول شوي افغانستان
ننګرهار کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی و

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ امنیتي ځواکونو د یوې ۹ کلنې نجلۍ د تښتولو په تړاو دوه تنه انسان تښتوونکي نیولي دي. 

یاد وزارت ویلي، انسان تښتوونکو دغه نجلۍ څو ورځې وړاندې د تخار ولایت له رستاق ولسوالۍ څخه تښتولې وه. 

یاد کسان د کشفي معلوماتو په اساس د دې ولایت په هزار سموچ ولسوالۍ کې نیول شوي او امنیتي ځواکونو ور څخه یو مېل تومانچه هم ترلاسه کړې ده. 

د یادونې وړ ده، چې امنیتي ځواکونو وړمه ورځ هم په ننګرهار کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی و.

تړلي موضوعات