نیمروز کې د قاچاق په تور ۷۵ کسان نیول شوي

نیمروز کې د قاچاق په تور ۷۵ کسان نیول شوي افغانستان
نیمروز کې د قاچاق په تور ۷۵ کسان نیول شوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو نیمرور ولایت کې د یو شمېر توکو قاچاق په تړاو ۷۵ تنه نیولي دي.

یاد وزارت تازه ویلي، چې دغه شمېر کسان د یادې قول اردو اړوند سرحدي لوا د کشف آمريت ځواکونو له لوري د نيمروز ولایت چهار برجک ولسوالۍ په رباط سیمه کې  نیول شوي.

خبر زیاتوي، چې نیول شوو کسانو له ۴۶ عرادې سېپا موټرو پر استفادې غوښتل څه اندازه ټوکران، برقي وسايل او اوسپنې پرته له محصوله اوغير قانوني ډول ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق کړي.

باید وویل شي، چې د هېواد سرحدي ځواکونه شپه او ورځ هڅه کوي، چې دهېواد ګمرکونو او سرحدي سیمو کې پرته له محصوله او غیر قانوني ډول د انتقالېدونکو توکو مخنیوی وکړي.

تړلي موضوعات